میدان وردګ کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۲
dr_mydan_wrdk_az_rsm_napsnd_jlwgyry_shd.jpeg

 د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو څخه له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۴۵
Background image

حل و فصل ۱۸ منازعه و دشمنی در ۹ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی ‌‌ها میان اقوام و خانواده ‌ها، ۱۸ مورد منازعه و دشمنی را. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

نجات یک زن از حبس خانه‌گی در ولایت هرات

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تأمین حقوق شرعی زنان، یک زن را از حبس و خشونت خانوادگی در ولسوالی زاول ولایت هرات نجات دادند.

مسئولان وزارت امر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۸:۴۸
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در  ماه نخست ( حمل )  سال روان

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ماه نخست سال ۱۴۰۵، در پرتو احکام شریعت اسلامی و با تطبیق برنامه‌ های اصلاحی، در راستای اقامه معروفات، منع منکرات، تحکیم اخوت اسلامی،. . .

BACK TO NEWS