هلمند کې د محتسبینو له لوري د یوې مور په ګډون څلور واړه ماشومان د خاوند له ظلم څخه وژغورل شول

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۴۳
dr_hlmnd_hqwq_chhar_zn_tamyn_shd

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د یوې مور په ګډون څلور واړه ماشومان پر نشه یي توکو د روږدي پلار له ظلم څخه ژغورل شوي او نوموړی تر نیول کېدلو وروسته د درملنې په موخه سیمیز روغتون ته ور پېژندل شوی دی.

په  تړاو یې د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې څلور واړه ماشومان هم لري چې د خاوند له لوري له دوامداره رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د یادې مېرمنې خاوند د درملنې په موخه سیمیز روغتون ته ور وپېژندل شو.

محتسبین زیاتوي چې له یادې مېرمنې سره د نغدي مرستې تر څنګ د کور د لومړنیو توکو مرسته هم وشوه او پر داخلي همکارو مؤسیسو یې غږ وکړ چې د یادې مېرمنې په ژغورلو او د ارام ژوند په برابرولو کې همکاري وکړي.

بلخوا یادې مېرمنې د محتسبینو له همکارۍ د مننې تر څنګ وویل چې د خاوند له لوري له فزیکي ځورونې سره مخ وه  او د خاوند د نشه یي توکو د پیدا کولو لپاره اړ ایستنل کېدله چې سوال وکړي او هغه هیله لري، چې خاوند یې له درملنې وروسته روغ رمټ کور ته راستون شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS