غزني کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکی توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۱۶
ghzny_-_ahtkar_.jpeg

د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د نورو امارتي ادارو په همغږۍ په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال په زیاته اندازه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

محتسبین وایي: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۷
Background image

سیمینار یک‌روزه پیرامون تقویت امور دعوتی محتسبین ملکی و نظامی ریاست شهری ولایت کابل با حضور شیخ‌الحدیث مولوی محمد خالد الحنفی وزیر امر بالمعروف، برگزار شد

سیمینار یک‌روزه تحت عنوان تقویت بیشتر امور دعوتی محتسبین ملکی و نظامی ریاست شهری ولایت کابل و راه‌های از بین بردن نواقص موجود در این بخش، با حضور شیخ‌الحدیث مولوی محمد خالد حنفی، وزیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در پرتو احکام اسلامی با تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در راستای ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی، تأمین حقوق شرعی مردم به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۸
Background image

شیخ مولوی خیرجان خیرخواه به حیث معین معینیت نظامی وزارت امر بالمعروف، معرفی و به کار آغاز کرد

شیخ مولوی خیرجان خیرخواه، براساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، طی مراسمی رسمی با حضور شماری از مسؤلیت امارت اسلامی، اعضای رهبری وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات،. . .

BACK TO NEWS