بغلان کې محتسبینو دوه کسان د شرابو څښلو او خرڅلاو په جرم نیولي دې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۵
d_w_shrab_frwysh_dr_bghlan_dstgyry_shd

د بغلان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د قانون د  ۲۲ مې مادې، ۱۱ مې فقرې او د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۱۳ مې ګڼې فرمان له مخې د دې ولایت په چهل غوري سیمه کې دوه کسان د نشه یي الکولي موادو یا شرابو د کارولو او پلور په جرم نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایې ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

د دې ولایت محتسبین وایي: یاد دوه کسان، چې په پټه یې په سیمه کې د شرابو د پلور کاروبار تر سره کاوه او پخپله یې هم کارول د محتسبینو له لوري ونیول شول او د لا نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او له هغوی غواړي، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې لا هم چټک ګامونه واخلي، چې تر څو پوري ځوانان د دې ناوړه عمل له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې وزارت مسؤلینو تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کرکېلې او کارونې مخه نیولې او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د یادو توکو په کښت، خرڅلاو او قاچاق لاس پورې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ماه سنبله سال ۱۴۰۵

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در پرتو احکام شریعت اسلامی و در چهارچوب برنامه‌های اصلاحی خویش، به‌منظور ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS