میدان وردګ کې محتسبینو دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۱
dr_mydan_wrdk_dw_jadwgr_dstgyr_shd.jpeg

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤولین وایي: دوه تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي، چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۷
Background image

دو تن به در ارتباط انجام اعمال جادوگری در ولایت‌های زابل و تخار بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای اقامه معروفات، منع منکرات، مبارزه با خرافات و رسیدگی به شکایات مردم، دو تن را در ارتباط به انجام اعمال جادوگری در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۱۴
Background image

محتسبین در هشت ولایت با مردم درباره تطبیق بهتر قانون امر بالمعروف، نهی عن المنکر گفت‌وگو کردند

محتسبین  وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت‌های لغمان، سرپل، تخار، سمنگان، پنجشیر، جوزجان، نورستان و دایکندی، به‌منظور آگاهی‌دهی بیشتر مردم و فراهم‌سازی زمینه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۷
Background image

رسیدگی به شکایت‌های مردمی منجر به رهایی ۱۸ زن از خشونت‌های خانوادگی در پنج ولایت شد

در پی رسیدگی به شماری از شکایت‌های خانوادگی از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت‌های بغلان، تخار، ننگرهار، غزنی و فراه، ۱۸ زن از خشونت‌های خانوادگی. . .

BACK TO NEWS