غزني کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۴۹
dr_ghzny_az_rwaj_napsnd_jlwgyry_shd.jpg

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناسته کړه.

جوړې شوې ناستې ته د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلینو وویل، دیني عالمان او قومي مخور دې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو همکاري وکړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د حج، خوښیو، غم او نورو مراسمو کې د ناوړه  دودونو په مخنیوي کې دې د همکاري وکړي.

د هغوی په وینا: د ټولو ګډ مسئولیت دی، چې راتلونکی نسل  په نېکو اخلاقو، اسلامي عقیدې او له دیني تګلارې سره سم وروزو او لازمه ده چې د اسلامي مسئولیت له مخې دې خلک د بدو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

 دغه راز ناستې ته دیني عالمانو او قومي مخورو  هم پخپلو خبرو کې وویل، په ټولنه کې د خوښیو، غم او نورو مراسمو کې اوس هم ناوړه دودونه ترسره کېږي، خلک یې له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي، چې د مخنیوي لپاره به یې له امربالمعروف ریاست سره په ګډه کار وکړي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۴۱
Background image

برگزاری برنامه ‌های اصلاحی و ارشادی محتسبین در مرکز و ولسوالی‌ های پنجشیر

به منظور ترویج ارزش ‌های اسلامی، تحکیم روحیه همبستگی اجتماعی و مبارزه با رسم و رواج‌ های ناپسند، محتسبین ریاست امر بالمعروف ، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت پنجشیر سلسله برنامه‌ های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۰
Background image

حل و فصل نزدیک به ۳۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها در هشت ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۲۶ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

۲۵ زن در ولایت بغلان از خشونت خانوادگی نجات یافتند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بغلان، به منظور تأمین عدالت، تطبیق احکام شریعت اسلامی و صیانت از حقوق شرعی زنان، طی یک ماه گذشته به ۲۵ قضیه مرتبط به. . .

BACK TO NEWS