د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۷
dwymh_awwny_qws-_pshtw.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په کاپیسا او لغمان ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې، ۲۴۸ تنه هغه کسان چې د رواني اختلالاتو له ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاتي سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وروپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۶۳) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۵) د کورني تاوتریخوالي، (۱۱) د میراث، (۱۲) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۶) د مهر، (۵) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۴) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه(۱۲) لویې دښمنۍ او (۲۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۹) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۱۵) اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۴۱
Background image

بازداشت یک جادوگرحرفه‌ای در ولایت لوگر

در پی تلاش ‌های دوامدار منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین نظم عامه و جلوگیری از اعمال مغایر با شریعت اسلامی، یک جادوگر حرفه‌ای در مربوطات ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۴۱
Background image

بازداشت یک جادوگرحرفه‌ای در ولایت لوگر

در پی تلاش ‌های دوامدار منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین نظم عامه و جلوگیری از اعمال مغایر با شریعت اسلامی، یک جادوگر حرفه‌ای در مربوطات ولسوالی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۱۰
Background image

۲۰ مورد منازعه و دشمنی دیرینه میان اقوام و خانواده‌ ها در هشت ولایت پایان یافت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی ‌‌ها میان اقوام و خانواده ‌ها، بیست مورد منازعه و دشمنی را. . .

BACK TO NEWS