د هېواد په (۸) ولایتونو کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۴۳
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، هلمند، روزګان او لغمان ولایتونو کې  محتسبینو د دې ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناستې و کړې.

د همغږۍ په موخه جوړو شویو  ناستو ته په خبرو کې د امر بالمعروف مسؤلینو د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له دیني عالمانو یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلابېلو لارو د عامه ذهنیت د سمون لپاره کار وکړي.

دغه راز دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تر دې وړاندې هم له دیني عالمانو، قومي مخورو، او ځوانانو سره په ټولنه کې د بدو او ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ناستې کړې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۶
Background image

یک جادوگر در ولایت در میدان وردک بازداشت شد

یک تن به اتهام انجام اعمال خلاف شریعت اسلامی، از جمله سحر و جادوگری، در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، از سوی منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات بازداشت گردید.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۱
Background image

نشست هماهنگی برای ترویج حجاب اسلامی در ولایت سرپل برگزار شد

مسئولین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شایات در ولایت سرپل، به منظور تقویت فرهنگ حجاب اسلامی، نشست مشترکی را با حضور والی، علمای دین، بزرگان قومی و جوانان این ولایت برگزار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۲۷
Background image

تأمین حقوق شرعی هفت زن متضرر از خشونت خانوادگی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های جوزجان، بادغیس، ننگرهار، پروان و نیمروز، در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، هفت تن از زنان را که طی سال ‌های گذشته در. . .

BACK TO NEWS