زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳۰
dr_zabl_a_htkar_jlwgyry_shd.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د اړوندو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال په زیاته اندازه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

فشرده فعالیت ‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت ‌های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۳۹
Background image

۱۹مورد منازعه و دشمنی دیرینه میان اقوام و خانواده‌ ها در۹ ولایت پایان یافت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی ‌‌ها میان اقوام و خانواده ‌ها، ۱۹ مورد منازعه و دشمنی را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۳۰
Background image

نجات ۱۵ زن از خشونت های خانوادگی در شش ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات پروان، سمنگان، تخار، کابل، غزنی و بلخ، در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، ۱۵ تن از زنان را که طی سال ‌های متمادی با خشونت. . .

BACK TO NEWS