محتسبینو په زابل ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵
d_zabl_wlayt_kwd_gr_nywl_shw.jpg

د زابل ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په خاک افغان ولسوالۍکې یو ماهر کوډګر، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.

 د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی ده.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۴۱
Background image

برگزاری برنامه ‌های اصلاحی و ارشادی محتسبین در مرکز و ولسوالی‌ های پنجشیر

به منظور ترویج ارزش ‌های اسلامی، تحکیم روحیه همبستگی اجتماعی و مبارزه با رسم و رواج‌ های ناپسند، محتسبین ریاست امر بالمعروف ، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت پنجشیر سلسله برنامه‌ های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۰
Background image

حل و فصل نزدیک به ۳۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها در هشت ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۲۶ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

۲۵ زن در ولایت بغلان از خشونت خانوادگی نجات یافتند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بغلان، به منظور تأمین عدالت، تطبیق احکام شریعت اسلامی و صیانت از حقوق شرعی زنان، طی یک ماه گذشته به ۲۵ قضیه مرتبط به. . .

BACK TO NEWS