زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۴۵
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال (۴) ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۹
Background image

رهایی ۲۲ زن از خشونت‌های خانوادگی در شش ولایت

در پی تلاش‌ها و پیگیری‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی و رسیدگی به شکایات شهروندان، به‌ ویژه زنان، به ۲۲ قضیه مربوط به خشونت و ظلم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ماه سنبله سال ۱۴۰۵

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در پرتو احکام شریعت اسلامی و در چهارچوب برنامه‌های اصلاحی خویش، به‌منظور ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

BACK TO NEWS