خوست کې د محتسبینو په هڅو څلور خویندې د شرعي نکاح له حقوقو برخمنې شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۲۰
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په شمل دوه منده ولسوالۍ کې څلور خویندې چې له تېرو (۲۰) کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حق څخه بې برخې وې او پلار  یې خپلو لوڼو ته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله  د محتسبینو په هڅو برخمنې شوې.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یادې څلور خوندې چې پلار یې له تېرو شلو کلونو راهیسې له خپل ځان سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و، چې د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS