په غزني او لوګر ولایتونو کې (۳) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱
njat_sh_zn_dr_ghzny.jpg

د غزني او لوګر ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو ولایتونو کې (۳) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۰
Background image

پایان فعالیت‌ های غیرشرعی یک جادوگر با بازداشت وی در ولایت بلخ

یک زن جادوگر که از سا ‌ها به این طرف مصروف انجام کار های خلاف شریعت اسلامی مانند عمل سحر و جادوگری متوصل بود،روز گذشته ازسوی منسوبین وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۱۱
Background image

صلح و آشتی جایگزین هشت منازعه و دشمنی در پنج ولایت شد

در نتیجه تلاش‌ های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های کنر، جوزجان، بامیان، ننگرهار و کابل هشت مورد منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها به صلح و تفاهم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حل وفصل ۱۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، کابل، جوزجان. . .

BACK TO NEWS