د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په تخار ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۴۹
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په تخار ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

دا څلور ورځني روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس له محتسبینو وغوښتل، چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي تر څنګ په دې تړاو عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په غزني،میدان وردګ، بامیان،دایکندي، غور ،کاپیسا، پنجشیر ، پروان او بدخشان ولایتونو کې سمینارونه پای ته رسېدلي چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به دوام ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS