محتسبینو د هېواد په جوزجان او سمنګان ولایتونو کې(۱۵) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د جوزجان او سمنګان ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۱۵) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.
یاد کسان انساني کرامت ته د درناوي او د اسلامي همدردۍ په موخه د افغاني سرې میاشتې مرستندویه ادارې ته د درملنې په موخه ور پېژندل کېږي، چې یاده کړنه د اسلامي همدردۍ او د ټولنې د رواني او ټولنیزو ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوې، تر څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.
د یادولو وړ ده، چې د کندز، غزني او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۳۸) تنه رواني ناروغان را ټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.