لوګر کې  د امربالمعروف مسؤلینو په هڅو یوه مېرمن له ځان وژنې وژغورل شوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۳۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

دلوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې په محمدآغې ولسوالي کې یوه مېرمن، چې د شدید کورني تاوترخوالي سره مخ وه او غوښتل یې، چې ځان وژنه وکړي ژغورلې او له خپلو حقونو څخه برخمنه کړې ده .

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې  له تېر یوه کال راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د پلار په کور کې اوسېدله او څو ځله یې د ځان وژنې او تیښتې هڅه کړې وه، د مسؤلینو په هڅو د یادې مېرمنې او خاوند تر منځ جوړه وشوه او نوموړې مېرمن له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه او له خپل خاوند سره یو ځای شوه.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS