د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په دایکندي ولایت کې  د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۵
d_daykndy_hlwr_wrhny_smynar_payth_rsydy.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په دایکندي ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولږ سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند  او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په په بامیانو، میدان وردګ، زابل او غزني ولایتونو کې ورته سمینارونه پای ته ورسېدل، چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به لا هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS