په ننګرهار ولایت کې تېره اونۍ د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۲ بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه شوې 

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د ننګرهار ولایت امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاست  محتسبینو تېره اونۍ د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۲ بېلا بېلې قضیې، چې پکې د میراث، ولور، نفقې، کورني تاوتریخوالي، کورني بند او ورته نورې قضیې شاملې دي، د یاد ولایت د محتسبینو له لوري حل شوې دي.
په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: د یادو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته له هغه وروسته رسېدنه وشوه، چې نوموړې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو د تر لاسه کولو په موخه د ننګرهار ولایت  د امر بالمعروف ریاست ته عارضې شوې. 
محتسبین زیاتوي، چې د یادو ۱۲ تنه مېرمنو شرعي حقوق هغوی ته وسپارل شول او  د کورنیو له غړو څخه یې ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
دغه راز  د یاد ولایت محتسبینو تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال درې قومي دښمنۍ حل کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د قومي او ژبني بدیو له کولو او پاللو ډډه وکړي او پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي. 
د یادولو وړه ده، چې د یاد ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS