غزني کې محتسبینو پر یو جریب ځمکه کرل شوي نشه یي توکي له منځه وړي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۲۴
tkhryb_mzar_kwknar_dr_ghzny_pshtw.jpg

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسؤلینو په همکارۍ، د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر څه باندې ۲۰۰۰متر مربع ځمکه باندې کرل شوي چرس له منځه وړي دي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسؤلینو په همکارۍ یې د اندړو ولسوالۍ په عاشق والو او ګدامدارانو په کلیو کې پر دوه زره متر مربع ځمکه کرل شوي چرس یا نشه یي توکي له منځه وړي او د دې لوی منکر مخه یې نیولې ده.

 دغه راز محتسبینو کروندګرو ته  د شريعت له اړخه د چرسو د حرمت او د نشه‌ يي توکو د کارونې بدو پایلو او ټولنیزو زیانونو په تړاو خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او له هغوی غواړي، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې لا هم چټک ګامونه واخلي، چې تر څو پوري ځوانان د دې ناوړه عمل له کولو ډډه وکړي

دا په داسې حال کې ده، چې د دې وزارت مسؤلینو تر دې ولاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کرکېلې او کارونې مخه نیولې او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د یادو توکو په کښت، خرڅلاو او قاچاق لاس پورې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS