محتسبین: ډاکټران باید ناروغانو سره نرم، مسلکي چلند ولري او ښځينه ډاکټرانې حجاب مراعات کړ

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۳۱
bghlan_-_daktran_znan_nh.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل، کندهار، هلمند، غزني، پکتیا او خوست ولایتونو محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په دوام په یادو ولایتونو کې د ځینو روغتنونو او درملتونونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو پر اساس له هغوی وغوښتل چې د نارینه او ښځینه کارمندانو او مراجعینو د تګ او راتګ لارې او انتظار ځایونه بېل او ځانګړی کاري چاپېریال برابر کړي.

دغه راز محتسبینو د یادو روغتیایي مرکزونو مسؤلینو ته ور یاده کړه، چې ښځینه کارمندانې باید حجاب رعایت کړي او ټول کارمندان باید سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

محتسبینو ټینګار وکړ، چې له ناروغانو سره باید نرم او مسلکي چلند وشي او په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې شي.

د یادولو وړه ده، چې تر دې وړاندې هم محتسبینو د هېواد په کچه له ډاکټرانو غوښتي و، چې هیڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې یا نه ‌لوستل کېدونکې نسخې ناروغانو ته و نه لیکي، چې په وینا یې  دا کار د درمل پلورونکو لپاره د ناسمو ګټو زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

BACK TO NEWS