کندوز کې څلور تنه ماهر او مسلکي کوډګر نیول شوي دي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 

د کندوز ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو څخه څلور تنه کوډګر نیولي دي.

 

د کندوز ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس الحاج محمد نجيب غفوري کوډګري د ګڼو اخلاقي ستونزو لامل بولي او وايي: یاد کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسی یې د کوډو او ناروا کړنو پر مټ یې د خلکو ترمنځ جګړې او بې اتفاقۍ رامنځته کولې او د دروغجنو وعدو په وسیله یې له خلکو څخه پیسې اخیستې نیولي دي.

هغه همداراز په ټولنه کې د فساد او هر ډول خرافاتو مخنیوی خپله ژمنتیا بولي او ډاډ ورکوي چې د اسلامي اصولو پر بنسټ به د خلکو عزت، مال او حقونو خوندیتوب کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

هېره دې نه وي چې یاد کوډګر د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د ټولنې اصلاح او خرافاتو مخنیوی ته په ژمنتیا د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۹۳۵ تنه ملکي کوډګر نیولي دي.

له بېلابېلو سیمو څخه ۹۳۵ تنه ملکي کوډګر نیولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

با تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، سه زن در ولایت‌های غزنی و تخار به حق میراث و مهریه خود رسیدند

مسئولان وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ولایت‌های تخار و غزنی می‌گویند که در پی رسیدگی به سه قضیه، حقوق شرعی سه زن در بخش‌های میراث و مهریه تأمین شد.

مسئولان در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

چهار مورد نکاح اجباری زنان در چهار ولایت متوقف شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایتهای کنر، میدان وردک، بلخ و تخار، با رسیدگی به قضایای شرعی زنان، از چهار مورد نکاح اجباری زنان جلوگیری نمودند.

مسئولین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۱
Background image

دو جادوگر به اتهام سوءاستفاده از باورهای دینی مردم در ولایت‌های بلخ و بامیان بازداشت شد

دو تن به اتهام سوءاستفاده از باورهای دینی مردم و دریافت پول در بدل انجام دم و دعا، از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت‌های بلخ و بامیان بازداشت شدند.

. . .

BACK TO NEWS