د کابل ښار یوولسمه حوزه کې یو ماهر کوډګر ونیول شو

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۸:۱۰
kabldstgry_jadwgry.jpg

د کابل ښار د یوولسمې محتسبینو د ځایي اوسېدونکو او مسؤولینو په غوښتنه او همغږۍ هغه ماهر کوډګر چې په خپلو ناوړه او غير شرعي کړنو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې، نیولی دی.
د محتسبینو په وینا یاد کس څخه یې سحري کتابونه او ګڼ شمېر داسي نور توکي چې په کوډو کې ترې کار اخیستل کېږي نیولي دي.
هغوی همداراز ډاډ ورکوي چې د هېواد‌ په کچه د کوډګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او چاته به اجازه ورنکړي ترڅو په خپلو ناوړه کړنو او خبرو خلک تېرباسي او پیسې ترې واخلي.

ورته مهال ځایي اوسیدونکي د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کړنې ستایي او وایي چې کوډګر ډېری وخت خلک په خپلو خبرو دوکه کوي، هغوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکوي او پیسې ترې اخلي.
هغوی همداراز له مسؤولینو غواړي، څو په یاده برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر فعالیت له بندیز وروسته تر دا مهال زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حل وفصل ۱۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، کابل، جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

سه زن در ولایت های بلخ و غور به حق مهریه خویش رسیدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به سه قضیه حقوقی زنان در زمینه مهریه در ولایت های بلخ و غور به ‌گونه همه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

BACK TO NEWS