کندوز کې د ځمکې پرسر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل شوه

د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ محتسبینو د یادې ولسوالۍ جنګل باشي سيمه کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه.
په جوړه شوې ناسته کې محتسبینو له دواړو لوریو ترمنځ روغه وکړه ډاډ یې ورکړ چې د ټولنیزو ستونزو هواري ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو ژمن دي.