خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ (۱۵) کلنه شخړه حل شوه

د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ محتسبینو د دوو کورنیو ترمنځ، د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې (۱۵) کلنه شخړه حل کړه.
محتسبینو په دې تړاو ناسته کې د کورني تاوتریخوالي پر بدو پایلو خبرې وکړې او له ښکېلو لوریو یې وغوښتل، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.