د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت له ځایي مسؤولینو سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۱۹

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ننګرهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د صادرو شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو ترڅنګ د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه د یاد ولایت له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب جوړې شوې غونډې ته وویل: افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی چې اسلامي شریعت په کې په بشپړه توګه پلی کېږي، چې له برکته د نشه‌یي توکو، اختطاف، اخلاقي فساد او نورو منکراتو په بشپړه توګه مخه نیول شوې ده.

ښاغلي الحنفي صاحب زیاته کړه: د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو مخه نیول کېږي، چې لله لحمد ټول هېوادوال خپلو ټولو شرعي حقونو ته لاسرسی لري، هغه زیاته کړه چې د امر بالمعروف وزارت مسؤولین د ټولنې د ستونزو اورېدلو او حلولو ته ژمن دي، ولسي وګړي کولی شي چې په فزیکي ډول او یا د (۱۹۱) وړیا شمېرې له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.

شیخ صاحب همدارنګه مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: خپلې اصلي موخې له یاده مه وباسئ خپلې چارې په سمه توګه سرته ورسوئ او د ملت خدمت وکړئ، ځکه چې ټول د الله تعالی او ټولنې پر وړاندې ځواب ویونکي یو.

نوموړي همداراز له ګډون والو وغوښتل ترڅو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

ورته مهال د ننګرهار ولایت ځایي مسؤولینو په خپلو خبرو کې وویل: اسلامي نظام هغه وخت پایښت مومي چې ټولنه کې معروفات دود شي او د منکراتو مخنیوی وشي.

نوموړو همدارنګه زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او ټولنې ته د‌ هغوی په اړه د عامه پوهاوي ورکولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې د غونډې په ترڅ کې د امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي سيف السلام خیبر ولایتي مسؤولینو ته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه د امیر المؤمنین حفظه الله حکم واوراوه او له هغوی یې وغوښتل ترڅو په یاده چاره کې د امر بالمعروف ریاست سره

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۹
Background image

یک جادوگر از سوی محتسبین در ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ بازداشت شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردم، یک تن از عاملان جادوگری را در ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ شناسایی و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۵
Background image

رهایی هفت زن از خشونت و مشکلات خانوادگی در پنج ولسوالی ولایت پکتیکا

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی‌های متاخان، یحیی‌خیل، ارگون، اومنه و تروو ولایت پکتیکا، به هفت قضیه مرتبط به زنان که طی سال‌های گذشته با خشونت‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نجات یک دختر جوان پس از پنج سال حبس خانگی در ولایت تخار

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی چال ولایت تخار، یک دختر جوان را که در پی یک منازعه خانوادگی و مطالبه پول اضافی تحت عنوان طویانه، برای مدت پنج سال توسط. . .

BACK TO NEWS