د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر سمنګان ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۸:۵۴

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه د دې ولایت له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هېڅ قانون حتا خپلو قوانینو پلوي نه کوي او په هر ډول کړنو لاس پورې کوي، نوموړي زیاته کړه چې امریکا او ملاتړو یې له هر ډول لارو چارو کار واخیست ترڅو افغان مجاهدین له جهاد څخه منع‌ کړي، مګر افغانانو د خپل ځان په قربانولو سره له شل کلنې مبارزې وروسته د جهاد ثمره ترلاسه کړه او اسلامي نظام حاکم شو.

ښاغلي الحنفي ټینګار وکړ چې اسلامي حکومت د ټولنې حکومت دی او د ټولو افغان وګړو پر مخ یې غېږه خلاصه ده، د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهال زورواکي، قومي او ژبني تعصب ته د پای ټکی کېښودل شو او ویې ویل: قومونه او ژبې د دې لپاره دي ترڅو یو بل سره وپېژنو، هېڅ افغان وګړی له بل وګړي څخه هغه که د‌ هرې ژبې او قوم وي پورته نه دی؛ ټول افغانان سره وروڼه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټول مسؤولین او علماء مکلف دي تر څو په ملکي او نظامي ادارو او ټولنه کې د مشرتابه له لوري صادر شوي فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کړي او ویې ویل: ټول علماء دنده لري ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر له لارې د ټولنې او نظام په اصلاح کې برخه واخلي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو وویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام د ملا د تير حیثیت لري او ټولنې ته روحي او معنوي پیاوړتیا وربخښي.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي وزیر صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۹
Background image

حل و فصل ۲۲ مورد منازعه و دشمنی در ۱۰ ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های دایکندی، غزنی،. . .

BACK TO NEWS