سرپل کې محتسبینو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورله
محتسبینو په سرپل کې د خپلو کړنو پر دوام یوه مېرمن، چې کورنۍ یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنی غیرت له امله یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ور کړي وژغورله او د دې غیر شرعي کړنې مخه یې ونیوله.
محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې او د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي
