د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د ترکیې د اتحاد العلماء المدارس الاسلامیة له نائب امیر سره ولیدل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۹:۴
mopvpe

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د ترکیې د اتحاد العلماء المدارس الاسلامیة له نائب امیر سعدیاسین او ورسره مل هیئت سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی یاد هیئت ته ښه راغلاست و ویل او بیا یې زیاته کړه چې ترکیان او افغانان دواړه هغه قومونه دي چې من حیث القوم مسلمانان شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام له فرائضو حخه ده او د ټولو علماء مسئولیت دی، ځکه چې په سبب یې ټولنه او ملت کې اصلاح رامنځته کیږي.

شیخ محمد خالد همدا راز زیاته کړه چې مونږ په ډیره سمه توګه د منکراتو مخنیوی کړی او د پخوا په پرتله ډیر بدلون راغلی دی او ترکي علماء دې هم په دغه برخه کې مونږ سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د ترکیې د اتحاد العلماء المدارس الاسلامیة نائب امیر سعد یاسین و ویل مونږ د دې لپاره راغلي یو چې خپله خوښي تاسو سره شریکه کړو، ټول مسلمه امت ستاسو په بریا خوشحاله ده، زمونږ زړونه تاسو سره و، دعا مو درته کړي، تاسو د جهاد حق ادا کړ، تاسو افغانانو هر وخت ستر طاقتونه مات کړي.

سعد یاسین زیاته کړه، مونږ ترکیه کې مدارس لرو، د ترکیې طالبان بلل کیږو، خو مونږ په دغه نوم هم خوښیږو، ترکیه کې د دین برخه کې چې مدارسو کوم کار کړی بیلګه یې نشته، خو مونږ د دین د خپراوي لپاره یوه لار هم نه ده پریښې.

هغه وړاندې و ویل چې دا امارت ستاسو نه بولو مونږ په تاسو وياړو او غواړو چې د اسلامي نظام په جوړولو کې په خپل ټول توان درسره مرسته وکړو، بلکې د ټولې نړۍ علماء باید ستاسو مرسته وکړي، ځکه تاسو د ټول امت مسلمه لپاره یو لارښود شوی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۹
Background image

یک جادوگر از سوی محتسبین در ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ بازداشت شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردم، یک تن از عاملان جادوگری را در ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ شناسایی و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۵
Background image

رهایی هفت زن از خشونت و مشکلات خانوادگی در پنج ولسوالی ولایت پکتیکا

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی‌های متاخان، یحیی‌خیل، ارگون، اومنه و تروو ولایت پکتیکا، به هفت قضیه مرتبط به زنان که طی سال‌های گذشته با خشونت‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نجات یک دختر جوان پس از پنج سال حبس خانگی در ولایت تخار

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی چال ولایت تخار، یک دختر جوان را که در پی یک منازعه خانوادگی و مطالبه پول اضافی تحت عنوان طویانه، برای مدت پنج سال توسط. . .

BACK TO NEWS