نورستان کې ٦٠ تنو محتسبن او د امربالمعروف امرینو شپږ ورځنی سیمینار پاى ته ورسيد.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۹:۱۳
mopvpe

نیټه:٢٦حوت/نورستان
په همدې مناسبت جوړ شوې غونډه ولایت مقام په تالار کې په لاره اچول شوې وه چې د نورستان والې حافظ محمدآغا حکیم په ګډون د امر بلمعروف رییس مفتې سعیدالله، ادارو مسولینو،دینې عالمانو مرکز او ولسوالیو محتسبینو ګډون کړې وو.
په پیل کې دامربلمعروف او نهي عن المنکر وزارت داصلاح اوتربیې ریس مولوي یحی عارف امربلمعروف اونهي عن المنکر په اهمیت خبري وکړي او د ټولنې اصلاح لپاره خلک نیکیو ته رابلل او له بدو کارونو نه منع کول یې لازمې یاد کړ.نوموړې د محتسبیونو غوښتنه وکړه چې دا درون مسؤلیت تاسو ته سپارل شوې د یاد وزارت طرزالعمل او لایحو مطابق در سپارل شوې مسولیتونه په سمه توکه ترسره کړې،که چیرته غفلت وکړې دا به د اسلامې امارت په لمن به تور داغ وې.هغه د محتسبینو وغوښتل چې ځان کې تقوا پیدا کړې او دعوت د لارې خلکو کړنې اصلاح او ولسونو سره په چلند کې نرمي وکړۍ.
د نورستان والي حافظ محمدآغا حکیم وویل تجربو ثابته کړې هر هغه نظام چې د خلکو د ارادې او عقیدې خلاف رامیځته شې بقا نه لرې.هغه زیاته کړه د مسلمانانو لپاره اسلامې نظام لوې نعمت دې او باید ددې نعمت شکر پر ځاي کړو.
والې محتسبینو ته د هرراز همکارې ډاډ ورکړ. دامربلمعروف ولایتي ریس مفتي سعیدالله مسولینو ته ډاډ ورکړ چې داشپږ ورځنیې ورکشاپ کې یې دویې ته ډیرڅه روښانه کړي که عملي یې کړي ټولنه د اصلاح په لور به روانه شې.
د نورستان ولايت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۶
Background image

محتسبینو د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۷) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په خوست، تخار، پروان، ارزګان، کابل، بلخ، بغلان او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

غزني کې محتسبینو (۱۵) کلنه نجلۍ (۶۰) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

 د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مقر ولسوالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۵۲
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، هلمند، ننګرهار، کندز، بغلان، بدخشان او لوګر ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS