غزني کې د امر بالمعروف مسؤلینو(۶) مېرمنې له کورني ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
img-20251018-wa0007.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د یاد ولایت په ګیرو، ګیلان، خواجه عمري، ناوه، ده یک، واغظ او مقر ولسوالیو کې (۶) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.
 مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو نهو کلونو راهسيې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.
دغه راز مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي چې له امله یې د مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.۰

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

محتسبینو په پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۹
Background image

شیخ الحدیث مولوي محمد  خالد الحنفي: د بشري حقوقو نړۍوال دعوه‌داران اصلاً د بشر د حقوقو په تعریف نه پوهېږي

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د ولایتي سفرونو په دوام، لوېدیځو ولایتونو ته د رسمي سفر پر مهال د هرات، فراه، غور او بادغېس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۰
Background image

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال پکتیا کې له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره ناسته وکړه

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو. . .

BACK TO NEWS