په غزني ولایت کې دوه مېرمنې د هغوی له خوښې پرته له نکاح ورکولو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۵۲
ghzny_-_dw_zn_az_nkah_ajbary_njat_yaft_-pshtw.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په قره باغ او اجرستان ولسوالیو کې دوه مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورلې.

یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې او د کورنیو د غړو له لوري ناوړه چلند ور سره کېده د محتسبنیو له لوري له کورني تاوتریخوالي او اجباري نکاحو څخه وژغورل شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS