کنړ کې محتسبینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۱۷
knr-_nshst_ba_dkandaran_w_tjaran-_pshtw.jpg

د کنړ ولایت محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول په موخه د یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت د شویو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې جدي کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له. . .

BACK TO NEWS