محتسبینو په میدان وردګ، غزني او هلمند ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۴۳
whatsapp_image_2025-06-23_at_7.43.30_am_1.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د یاد وزارت له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې په غزني، میدان وردګ او هلمند ولايتونو کې اته مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې او د کورنیو له غړو څخه یې وغوښتل شول چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او ساتنې اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله په امر د جوړ شوي قانون له مخې د خویندو ټولو شرعي حقونو ورکړې او خوندیتوب ته ژمن دي او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS