کونړ کې یوه مېرمن له پنځه کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوه 

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۸:۵۳
knr_-_jlwgyry_az_nkah_ajbary.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کونړ ولایت محتسبینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفطه الله د حکمونو او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سپارښتنو پر اساس یوه مېرمن، چې د خپل خاوند له لوري له هر ډول شرعي او انساني حقونو بې برخې او له تېرو پنځو کلونو راهیسې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.
په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو لکه میراث، مهر، پخپله خوښه نکاح او له هغوی سره غوره چلند د هغوی حق دی چې باید ورکړل شي.
دغه راز محتسبینو د یادې مېرمنې خاوند ته د مېرمنو د حقونو په ورکړه خبرې وکړې او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي. 
دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې او ساتنې ته په ژمنیتا د نوي کال له پیل سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې لس ګونه مېرمنې له اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، زور زیاتي، کورني بند خونو او نورو ورته ناوړه پېښو څخه ژغورلې دي او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

BACK TO NEWS