کندهار کې ۱۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې
د کندهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۳۲ بېلا بېلې قضیې حل کړې دې، چې په دې قضیو کې ۳۳ د اجباري نکاح ګانو، ۵۳ د میراث او پاتې ۱۳۷ د کورني تاوتریخوالي قضیې حل شوې دې دې.
محتسبین یې په تړاو وایي: ۳۳ هغه مېرمنې یې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه ژغورلې دې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې په بدو او د زیات وپیسو په بد کې ورکړي او ۱۲۳ هغه مېرمنې یې له کورني ظلم څخه ژغورلې چې د کورني د غړو له لوري ور سره ناوړه چلند کېده او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې.
د امربالمعروف وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي چې هیچاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي او په دې پار به خپلې کړنې لا هم جاري وساتي.
