کابل؛ محتسبینو هغه کوډګر نیولی چې د سحر او جادو ترڅنګ یې  د تیلیفون له لارې  نجونې بلک مېل کولې 

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۶
yk_jadwgr_bajgyr_dr_kabl_dstgyry_shd.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل پنځمې امنیتي حوزې محتسبینو هغه کوډګر نیولی، چې د ټلیفون له لارې یې نجونې بلک مېل کولې او د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له هغوی څخه ناوړه استفاده کوله.
په تړاو یې د یادې امنیتي حوزې د امربالمعروف مسؤولینو وویل: یاد کس چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې او د تلیفون له لارې یې نجونې بلک مېل کولې او له هغوی څخه یې ناوړه استفاده کوله، د محتسبینو له لوري نیول شوی، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

محتسبین زیاتوي، چې له نوموړي سره یې د نجونو عکسونه، ویډیوګانې، غیر شرعي دمونه او تعویذونه هم نیولي چې د هغوی په توسط یې له نجونو څخه پیسې اخیستلې او له هغوی څخه یې ناوړه استفاده کوله. 

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم محتسبینو د پلازمېنې کابل اتلسمې ناحیې سیمه کې یو کوډګر د کوډو او جادو له وسایلو سره یو ځای نیولی او د نورو معلوماتو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، تخار او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS