ډاکتران باید روښانه او د لوست وړ نسخې ولیکي

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمیټې په خپله اونیزه ناسته کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به هیڅ ډاکتر ته اجازه نه وي چې رمزي، مبهمې یا نه ‌لوستل کېدونکې نسخې ولیکي.

دا پرېکړه د بېلابېلو امارتي ادارو د مسؤلینو او د عامې روغتیا ریاست د استازو په حضور کې وشوه، او ټینګار وشو چې مبهمې نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل ګرځي، بلکې دا کار د درمل پلورونکو لپاره د ناسمو ګټو زمینه هم برابروي.

همداراز، پرېکړه وشوه چې دغه کمیټه به له دې وروسته روغتیايي مرکزونه تر څارنې لاندې وساتي او د هغو کړنو مخه به نیسي چې له قانون او اسلامي اصولو سره اړخ نه لګوي، په ځانګړي ډول د داسې نسخو لیکل چې نه لوستل کېږي.

 دغه راز په پای کې د ټاکل شوې کمیټې ټولو غړو وویل چې ډاکتران مکلف دي چې د درملو نسخې په څرګنده، او د قانون له اصولو سره سم ولیکي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS