ځایي اوسېدونکي: د محتسبینو په هڅو په بازارونو کې نرخونه کنټرول، د سود او احتکار مخه نیول شوې ده

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۸:۳۱
bghlan_-_swd_aw_ahtkar.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي موادو له منځه وړلو په موخه بغلان کې جوړې شوې کمېتې د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار کې (۱۰) ټنه تاریخ تېر خوارکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي، تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نه یوازي روغتیا ته زیان رسوي، بلکي د اسلامي شریعت له نظره یې پلورل ناروا عمل دی. 
دغه راز ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه په تمامه معنی ونیسي او د وزارت د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي کړنې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په ټولنه کې د زیاتو منکراتو مخه نیول شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS