پکتیکا کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۲:۸
img-20260127-wa0003.jpg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په چهار بران  ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې څوارلس کلنه دښمني حل کړه.
دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.
 په دښمني کې ښکېلو اړخونو پردې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ تېره اونۍ د هېواد په کچه د سلګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS