پکتیا کې محتسبینو له ورزشکارانو او  د تمریناتي ځایونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناسته وکړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۹
twsyh_wrzshkaran_dr_pktya.jpg

د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست  محتسبینو د مرکز اړوند له ورزشکارانو او د ورزشي ځایونو له مسؤلینو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، په دې برخه کې د شته منکراتو د مخنیوي او د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

محتسبینو په دې ناسته کې د امر بالمعروف وزارت له لوري په جوړ شوي قانون کې د ورزشکارانو او ورزشي فعالیتونو اړوند مادو د اورولو تر څنګ د اسلام له نظره د ورزش پر اهمیت، ښو اخلاقو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په تړاو خبرې وکړې.

دغه راز ورزشکارانو د یادو لارښوونو د عملي کولو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو ورزشي فعالیتونو ترڅنګ به اسلامي اخلاقو، دیني ارزښتونو او نافذه قوانینو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS