پکتیا کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۲۱
readers

 د پکتیا ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  په ټولنه کې د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له هغوی یې وغوښتل، چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې له بېلا بېلو لارو څخه له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کول خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او  ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په نورو برخو کې اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۲۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو خطرناک کوډ ګر نیولی دی

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بغلان ولایت محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS