په کابل ښار کې ۴۰ نوي مصلی (لمونځ‌ځایونه) جوړ شوي دي

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۱۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي چې دا اقدام د خلکو
لپاره د اسانتیا او دیني اړتیاوو د پوره کولو په موخه د هغوی په غوښتنه او همکارۍ ترسره شوی دی.
د هغه په وینا، یاد لمونځ‌ځایونه د تېر کال په اوږدو کې په هغو سیمو کې جوړ شوي، چې خلکو به یې د لمانځه لپاره اوږده مزل ته اړ وو، یا به یې د عبادت لپاره مناسب چاپېریال نه درلود.
 
ورته مهال یو شمېر کابل ښاریان په یاد اقدام خوښ دي او غواړي چې یاده پروسه دې د ښار نورو سیمو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS