په کابل، تخار او زابل ولایتونو کې څلور مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۳۷
dr_kabl_zabl_chhar_zn_bh_hq_shan_dst_yaftnd.jpeg

د پلازمېنې کابل، تخار او زابل  ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال، د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په دې ولایتونو کې څلور مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې ور سره د خپلو کورنیو له لوري ناوړه چلند کېده او د خپلې خوښې شرعي نکاح حق  ترې اخیستل شوی و د محتسبینو په هڅو له ناوړه چلند څخه وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې ځورول کېدلې او د بې معنی غیرتونو په اساس ترې د شرعي نکاح حقوق اخیستل شوي وو، د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
Background image

د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې. . .

BACK TO NEWS