د امر بالمعروف وزارت له لوري د اووه زونونو (۵۵۰) مبلغینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
d_amr_balmrwf_wzart_lh_lwry_d_awwh_zwnwnw_550_mblghynw_th_dr_wrhny_rwznyz_smynar_pay_th_wr.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري (۵۵۰) مبلیغینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د جوړ شوي قانون او نصاب د تشریح او په دعوتي برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه جوړ شوی درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

د دې درې ورځني روزنیز سمینار وروستۍ ناستې ته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب د ګډون پر مهال د سمینار ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: هر داعي باید د الله جل جلاله له دین څخه خبر وي او د هغه پر  اساس د ټولنې د سمون په موخه کړنې تر سره کړي. چې په وینا یې، د دعوت په چارو کې له سختئ کار مه اخلئ، عامو خلکو ته بشارت ورکوئ او په نرمۍ یې د شريعت پلي کولو ته رابولئ.

شیخ صاحب وویل: د اسلامي امارت ټولې ادارې له مبلغینو سره بشپړې همکارې او د هغوی په چوپړ کې دي، له تاسو څخه مو هم هیله ده،چې د ټولنې ټولو اقشارو ته اسلامي شريعت او ارزښتونه په ښه توکه ورسوئ او پلي کولو ته یې راوبولئ.

دغه راز د ناستې په پای کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي صاحب وویل، نړیوال هېڅ حق نه لري چې زموږ په داخلي کړنو کې لاس وهنه وکړي؛  زموږ د ټولنې معنوي جوړښت او سمونه زموږ او ستاسې شریک مسؤلیت دی، چې باید په ښه توګه یې تر سره کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS