په پکتیکا او نورستان ولایتونو کې درې مېرمنو  د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۲۵
dr_pkytka_w_nwr_stan_sh_zn_njat_yaft

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په پکتیکا او نورستان ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې درې هغو مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي:یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل د میراث شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS