په پکتیا او لغمان ولایتونو کې شاوخوا ۵۳ ټنه تاریخ تېر توکي وسوځول شول

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۲۵
tarykh_trh_mwadw_swhwl.jpg

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالي او د لغمان ولایت مرکز محتسبینو د بازارونو اصلاح او ټولنې سمون ته په ژمنتیا د نورو امارتي ادارو په همغږۍ شاؤخوا ۵۳ ټنه تر وخت تېر توکي راټول او سوځولي دي.

د پکتيا ولایت د څمکنۍ ولسوالي محتسبینو د بازارانو اصلاح په برخه کې د هڅو په دوام شاؤخوا ۵۰ ټُنه تر وخت تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي او درمل راټول او سوځولي دي.

بلخوا د لغمان ولایت مرکز محتسبینو هم د ورته نظارتي کړنو په پایله کې شاؤخوا درې ټنه تر وخت تېر توکي راټول او سوځولي دي.

محتسبین وایي چې تر وخت تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د عامو خلکو روغتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او د مخنیوي په برخه کې یې د عامو خلکو او مسؤولینو ترمنځ ګډه همغږي او همکاري اړینه ده.

محتسبین همداراز ټینګار کوي چې د خلکو روغتیا، بازارونو اصلاح او اسلامي اصولو پلي کولو ته په ژمنتیا به د تاریخ تېرو توکو راټولولو لړۍ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو سوداګرو او هټۍ والو څخه غوښتي وو چې د شرعي اصولو سره سمه سوداګري وکړي، د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او له داسې کړنو ځانونه وساتي چې دنيوي او اخروي زیانونه له ځانه سره لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS