په پلازمېنه کابل کې محتسبینو څلور تنه خطر ناک کوډګر نیولي دې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۳۰
dstgyry_chhar_jadwgr.jpeg

 د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي: څلور تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې نیولي، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پلازمېنې کابل ولایت د محتسبینو له لوري د یادو څلورو  کوډګرو د نیولو تر څنګ، تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې هم، محتسبینو دوه تنه هغه ښځینه کوډګرې نیولې وې چې د سړیو جامې به یې پر تن کولې او په ټولنه کې یې خرافاتي کړنې تر سره کولې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۳
Background image

محتسبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې دوه کوډ ګر نیولي دې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۸
Background image

د هېواد په غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه پنځه. . .

BACK TO NEWS