په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې د درې اجباري نکاحو مخنیوی وشو

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۴۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د فاریاب او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په دوام په یادو ولایتونو کې د درېیو اجباري نکاحو مخنیوی کړی.

د فاریاب ولایت د محتسبینو په وینا د یاد ولایت په بلچراغ او بندر ولسوالیو کې یې د هغو خویندو حقونه خوندي کړي چې د خپلو کورنیو له لوري په جبري ډول نکاح ته اړ اېستل شوې وې.

بلخوا د پکتیکا ولایت د وازېخواه ولسوالۍ محتسبینو هم په یوه ورته اقدام کې یوه مېرمنه په بدو کې له ورکړې ژغورلې ده، د هغوی په وینا د یادې مېرمنې کورنۍ غوښتل څو هغه د دښمنۍ په پایله کې مقابل لوري ته ورکړي او د یادې مېرمنې په قرباني کولو سوله وکړي.

یاده دې وي چې په دې تړاو ناستو کې محتسبینو ویلي چې د اسلام مبارک دین ښځو ته حق ورکړی، څو د خپل ژوند ملګری انتخاب کړي او هېڅوک اجازه نه لري چې هغوی له چا سره په جبر نکاح ته اړ باسي.

محتسبینو همداراز ځایي اوسېدونکو او ښکېلو کورنیو ته د مېرمنو د شرعي حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړي او له هغوی یې غوښتي، څو د ورته پېښو مخنيوي کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ ورکوي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له. . .

BACK TO NEWS