په غزني ولایت کې د امر بالمعروف مسؤلینو(۴) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۱۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ساتنې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یاد ولایت په اب بند او ده یک ولسوالیو کې (۴) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې له اوږد مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د سنبلې میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال په سنبله میاشت کې په ټول هېواد کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

BACK TO NEWS