په غزني او هلمند ولایتونو کې محتسبینو څلور مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۸
chhar_zn_njat_yaft.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني او هلمند ولایتونو مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په دې ولایتونو کې د  څلورو مېرمنو د غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ او یادې مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي : یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په  اساس غیر شرعي نکاح ګانو ته مجبورې کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنیو له غړو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دغه راز مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړې د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS